معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلو کې د یوه برید له امله اووه اسرایلیان ووژل شول

اسراییلو کې د یوه برید له امله اووه اسرایلیان ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د تېرې پنجشنبې ورځ د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې نهه تنه فلسطینیان ووژل شول، د اسراییل په پلازمېنه یروشلم کې یو فلسطیني ځوان د یهودیانو پر عبادتځای برید وکړ او اووه تنه یې ترې ووژل.
رویټرز خبري آژانس د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي، دا پېښه د اسرایلي یهودیانو د عبادت پر مهال رامنځته شوه.
رویټرز زیاته کړې، چې دا برید د یروشلم پر سېناګاګ کې په داسې حال شوی چې اسراییلي عبادت کوونکو د یهودیانو د قتل عام په یاد ویر کولو.
که څه هم تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د فلسطین ډلې حماس یوه ویاند حضام قاسم ویلي چې دا د وړمې ورځې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس