کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي پوځ د لومړي ځل لپاره تایید کړه، چې په سوریه کې یې موده وړاندې ځمکني عملیات کړي.
که څه هم د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د اسراییلو پوځ وویل، دغو عملیاتو کې یې یو سوریایی وګړی چې له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.
اسراییلي پوځ له تېر یوه کال راهیسې څو ځله پر سوریې هوایي بریدونه کړي، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د تازه شخړو له پيله دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد سرتېري د سوریې خاورې ته د ننوتلو پخلی کوي.
د اسراییلو اشغالګر پوځ د دغه وګړي نیول د ځانګړو عملیاتو یوه برخه بللې، خو ډېر جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.
د سوریې حکومت د اسراییلو د دغو ځمکنیو عملیاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/