معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي اشغالګرو له خان یونس څخه د فلسطیني وګړو د وتلو امر کړی

اسراییلي اشغالګرو له خان یونس څخه د فلسطیني وګړو د وتلو امر کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي اشغالګرو د غزې له خان یونس څخه چې د غزې یو پر درېیمه برخه فلسطینيان په کې اوسیږي، له خلکو څخه د سیمې د تخلیه کولو غوښتنه کړې.

په غزه کې چې د بې ځایه شویو کسانو شمېر لا دمخه دوه میلیونو ته رسېدلی، ملګرو ملتونو ویلي چې په دومره لویه کچه د خلکو وتل به یوازې د ملکي خلکو کړاوونه لا پسې ډېر کړي او بشري اړتیاوې به زیاتې کړي.

دا اعلان د اکټوبر اوومې د جګړې له پیل راهیسې له ملکي سیمو د وتلو تر ټولو لوی حکم دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي، چې خلک اوس له يوه ستونزمن او ناشوني انتخاب سره مخ دي؛ ځکه که له خپلو سيمو ووځي، نو د تلو لپاره مناسب ځای نه لري او که ونه وځي نو سختې جګړې به پرې تېرې شي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې تر دا دمه د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله نږدې ۳۸ زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي دي.

غزه چې ۲،۳ میلیونه نفوس لري، لا هم د اشغالګرو اسراییلي ځواکونو له لوري تر بشپړې محاصرې لاندې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس