کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN تلوېزیون د اسراییلي اشغالګرو پوځیانو او يو شمېر پخوانیو پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړى، چې لبنان او غزه کې اسراییلو ته روانه جګړه ځپونکې او خورا ستونزمنه شوې.
دې رسنۍ په خپل راپور کې ويلي، د حـ.زب الله ځواکونو پر وړاندې د اسراییلو د جګړې ګراف ورځ تر بلې په ټيټېدو دى.
د دوی په وینا له روانو عملیاتو ښکاري چې د صهیونستي رژیم ځواکونه له ماتې سره مخ دي.
سرچينې همداراز د اسراییلو شمال ته پروت د زيو روغتون مسوولينو له قوله د روانو جګړو له امله د ځپل شويو ځواکونو د درملنې لپاره د غيرې عادي عملیاتونو د ځنډېدو او د بېړنيو حالاتو د چمتووالي خبر هم ورکړى.
سرچينې د اسراییلي پوځیانو له قوله لیکلي، له تېر يوه کال راهيسې په جګړه ييز حالت کې دي او له هغه وخته چې لبنان ته دننه شوي، د تلفاتو له کلکې څپې سره مخ دي.
په ورته مهال د عبراني رسنیو له لوري خپرو شویو عکسونو سره ویل شوي، چې د اسراییلو یو شمېر ځانګړي ځواکونه حـ.زب الله له لوري د بریدونو له ویرې د فاضلاب په کانال کې پټ شوي دي.
د اسرائیلو ۱۴ چینل حیفا کې د اشغالګر رژیم د پوځي اډې قومندان له قوله لیکلي، چې دوی په اډو کې پناه ځایونه او خوندې ساحې نه لري، چې له امله یې په خپله دفاع کې پاتې راغلي.
په وړمه ورځ هم د اسراییلو په يوه پوځي کمپ د لبنان د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ٧٠ اشغالګرو پوځیانو ته مرګ – ژوبله واوښته.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/