کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د الجزیرې ټلوېزیون د خبر له مخې اسراییلي ځواکونه د غزې خان یونس ښار ختیځ کې تر ځمکنیو عملیاتو وروسته په شا شوي.
سیمه کې د الجزېرې ټلوېزیون د خبریال د معلوماتو له مخې تر دې مهاله سیمه کې له ۳۰ د زیاتو کسانو جسدونه پیدا شوي دي.
دا جسدونه وروسته له هغې موندل کیږي، چې تر دې وړاندې هم اسراییلي ځواکونو په ورته نورو عملیاتو کې په زرګونو بې ګناه وګړي په نښه کړي، چې وروسته یې جسدونه په ډله ییزو قبرونو کې موندل شوي دي.
د غزې خان یونس ښار ختیځ څخه اسراییلي ځواکونه وروسته له هغې شاتګ کوي، چې تېره شپه ایران پر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/