معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلامي نړۍ باید د فلسطین له ولس نه بښنه وغواړي

اسلامي نړۍ باید د فلسطین له ولس نه بښنه وغواړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)

د افغانستان عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عـ ـبدالحکیم شـ ـرعي مکه مکرمه کې د اسلامي مذهبونو ترمنځ پل جوړولو په نوم کنفرانس ته د فلسطین په اړه د افغان حکومت د مشرتابه پيغام وړاندې کړ.

د عدلیې وزیر په دې پیغام کې ویلي، فلسطین د اسلامي امت ګډه قضیه ده او په دې اړه اسلامي امت خپله وجیبه سرته نه ده رسولې.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي نړۍ باید د فلسطین قضیه کې لومړی له الله او بیا د فلسطین له ولس څخه بښنه وغواړي.

د سعودي عربستان مکې ښار کې د اسلامي نړۍ ټولنې له لوري دغه کنفرانس چې تېره ورځ پیل شو د ۹۰ هېوادونو دیني عالمان او مفتیان په کې برخه لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس