د روانې اونۍ په سر کې (شنبه د روان لمریز کال د کب په څلورمه نېټه) رسنیو راپور ورکړ چې د اسلام آباد واکمنو یوځل بیا د ډیورند استعماري کرښې په اوږدو کې د تورخم دروازه تر نامعلومې نېټې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې او پدې توګه یې یوځل بیا د استعماري کرښې دواړو خواوته پرتو ولسونو، سوداګرو او د موټرو چلونکو ته ستونزې او لانجې را ولاړې کړې دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکو د دې دروازې د تړل کیدو د پخلي تر څنګ څرګنده کړې ده چې د اسلام آباد دغه ګام ظاهراً د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان له خوا د نویو پوستو او تأسیساتو د جوړولو په غبرګون کې پورته شوی دی. د افغانستان لورې ته د تورخم کمیسار رسنیو ته ویلي دي چې هر وخت افغان لوری د خپلې خاورې په داخل کې د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي، د اسلام آباد لوری له خبرداري پرته دغه لار تړي او خلک له ستونزو سره مخامخ کوي. اوس هم رسنیز راپورونه ښکاروي چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر او باروړونکي موټر بند پاتې دي او افغان چارواکو ویلي دي چې هڅه کوي د خبرو اترو له لارې دغه ستونزه حل کړي.
بل خوا اوس هم د دې لارې د خلاصون په موخه د افغانستان له لورې نه د ننګرهار ولایتي چارواکي هڅې ترسره کوي او د رسنیزو راپورونو تر مخه د ننګرهار د والي مرستیال له پاکستاني لوري سره ناسته هم کړې ده، خو داسې ښکاري چې د اسلام آباد د چارواکو درد زورور دی او پدې ډول ناستو دا درد نشي ورکېدای یا کمېدای، ځکه نو د راپورونو له مخې د دغه ستونزې حل لپاره ټاکل شوې له کابل څخه هم تورخم ته یو پلاوی هم سفر وکړي خو لا معلومه نده چې د دې پلاوي سفر به کومه پایله ولري که نه؟
طبعاً دا لومړی ځل هم ندی چې د اسلام آباد نیمه ملکي او نیمه پوځي واکمني پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره د دواړو هېوادو تر منځ د تګ راتګ لار بندوي، یوازې په تېرو څو کلونو کې چې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ لویدیځوال یرغلګر وتلي، څو څو ځله اسلام آباد د دواړو اړخونو تر منځ د تلو راتلو دغه لارې تړلې او پدې توګه یې غوښتې پر کابل د فشار راوړلو له لارې، پر دوی خپلې غوښتنې ومني.
دا هم نده معلومه او نه پدې اړه څه ضمانت شته چې د اسلام آباد پاریدلې واکمني به دا ځل د تورخم د کشالې!! تر حل وروسته بیا دا کار نه کوي او بیا به د ډیورند استعماري کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ لارې نه بندوي، ځکه تر دې پخوا هم په وار وار د دواړو لوریو سیمه ییزو او مرکزي چارواکو پدې تړاو سره ناستې کړې او ستونزه یې په مؤقت ډول حل کړې خو د یو څه مودې له تېرېدو وروسته اسلام آباد بیا د بهانو په جوړولو سره دا لار تړلې ده او بیا یې هماغه زړې ببولالې پیل کړې دي.
د شنونکو او څېړونکو په نظر دا چې د اسلام آباد چارواکي هر ځل په ورته اقدام سره د ډیورند استعماري کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه یا عام سوداګر ځوروي تر ټولو غټه موخه یې دا ده چې باید افغان حکومت د اسلام آباد فرمانونه ومني او د یوه خپلواک هېواد په څېر له نورو هېوادو او نړۍ سره تعامل ونکړي.
دا اوس او په وروستي ځل هم د اسلام آباد پوځي او ملکي چارواکو پداسې حال کې د تورخم دروازې د تړلو حکم ورکړی چې د افغانستان د کابینې یو لوړ پوړی پلاوی د منځنۍ آسیا د ازبکستان هېواد ته بریالی سفر ترسره کړی او په ټوله کې د افغانستان د اوسني حکومت او منځنۍ آسیا د جمهوریتونو تر منځ د اړیکو او راکړې ورکړې پراختیا اسلام آباد وارخطا کړی او د همدې وارخطایۍ له امله داسې پارونکي اقدامات کوي.
طبعاً د دې تر څنګ د اسلام آباد د هغه دایمي درد څړیکه هم باید له یاده و نه باسو چې غواړي د افغانستان لوری د ډیورند استعماري کرښه د دواړو هېوادو تر منځ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت وپېژني او د دې تر څنګ په سیمه کې د اسلام آباد د لړزیدلي تاج او تخت هر فرمایش ته د یوه فرمان په سترګه وګوري او ویې مني.
دا چې پدې اړه باید افغان لوری څه ډول تعامل وکړي او د اسلام آباد د دې پارونکو اقداماتو ځواب باید په څه ډول ورکړي شاید اوږده بحث ته اړتیا ولري خو دم ګړۍ یې تر ټولو غوره او آسانه لار همدا ده چې له اسلام آباد سره هماغسې تعامل او کړنه ضروري دي لکه د دوی واکمن او سیمه ییز چارواکي یې چې له افغانانو او افغانستان سره کوي، دا که په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې ده که په سوداګریز او اقتصادي ډګر کې، د ټولو افغانانو په متفقه نظر د اسلام آباد له ناروا کړنو سره مناسب غبرګون یوازې همدا دی او بس. “والسلام”
ــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/