معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / اسلام آباد د ګړنګ پر غاړه؛ نیمه پوځي واکمني به دا ملک وژغورلای شي؟

اسلام آباد د ګړنګ پر غاړه؛ نیمه پوځي واکمني به دا ملک وژغورلای شي؟

پداسې حال کې چې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د پښتني قبایلو د استازیو درې ورځنۍ جرګه د اسلام آباد د سیاسي او پوځي فشارونو سره ـ سره په دوه ورځو کې د روان زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه د یوه اوږده او هر اړخیز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده او ورسره جوخت د اسلام آباد چارواکو په پلازمېنه اسلام آباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې تیاري ونیوله، د دې هېواد په جنوبي برخه او د وزیرستان کړکېچنې سیمې ته څېرمه د “بنو” په ښار کې وسله والو بریدګرو د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله له ځان سره درلوده.

دا چاودنه او وسله واله نښته پداسې وخت کې پېښه شوه چې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه چې ټاکل شوې نن پیل شي د هند د بهرنیو چارو وزیر په ګډون، ګڼ بهرني میلمانه پلازمینې اسلام آباد ته را رسیدلي او د حکومت تر بشپړ سانسور لاندي پاکستاني رسنیو، په همدې موخه پلازمینې اسلام آباد ته د چین د لومړي وزیر ښاغلي “لي چیانګ” سفر ته ډېر تود انعکاس ورکړ.

داسې ښکاري چې د ښاغلي “چیانګ” د دې ګرم استقبال او په رسنیو کې یې د تاوده انعکاس خبره به د ګڼو نورو لاملونو سره سره، د معذرت غوښتنې هغه پټ پیغام هم له ځان سره لري چې اسلام آباد په دغه هېواد کې د ځینو پروژو د چینایي کارکوونکو په امنیت ساتنه کې ناکام شو او وروستۍ پېښه یې هم تېره اونۍ د کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کې د دوو چینایي انجنیرانو وژل کېدل وو.

دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۳مه غونډه کې چې ټاکل شوې ده نن او سبا (د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه) په اسلام آباد کې جوړه شي، د غړیو هېوادو تر منځ کوم بحثونه ترسره شي، وروسته به څرګنده شي، خو دمګړۍ د پاکستان چارواکو ویلي چې د دې غونډې د امنیت لپاره یې د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په اسلام آباد کې پوځ ځای پر ځای کړی او همدارنګه یې پدې ورځو کې په پلازمینه اسلام آباد کې ټول دفترونه، سوداګریز مرکزونه او تعلیمي بنسټونه هم رخصت کړي دي.

که څه هم د پاکستان په ښارونو او په تېره بیا د ډیورند کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې چاودنې او وسله والې نښتې نوې خبره نده خو د بنو په قبایلي ښار کې د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز وسله وال برید لدې امله اهمیت لري چې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې یوه ورځ وړاندې ترسره شو، پداسې حال کې چې ورته بشپړ او جدي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

بل اړخ ته داهم مهمه ده چې تر دغه برید وړاندې د ډیورند استعماري کرښې ته څېرمه د خیبر په جم سیمه کې د پښتنو د دوه ورځنۍ جرګې په پار، د پاکستان حکومت وسله والو مخالفینو له خپله اړخه درې ورځنی اوربند اعلان کړی ؤ او د دغه جرګې تر پای ته رسیدو سملاسي وروسته، په لومړۍ ورځ دا برید ترسره شو، هغه هم پداسې حال کې چې د اسلام آباد واکمن د شانګهای غونډې ته په تیاریو او د میلمنو په استقبال بوخت وو.

دا هم د یادولو ده چې د اسلام آباد د بل سیاسي مخالف او پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو په ورته وخت کې ګواښ کړی چې دوی به هم د ټولو بندیزونو سره سره په اسلام آباد کې لاریونونه راوباسي او د حکومت خلاف به خپل احتجاج ترسره کوي.

اوس دې ټولو ته په کتو، پداسې حال کې چې یوې خواته د پښتنو جرګې د ټولو سیاسي ګوندونو د استازو او ټولنیزو با نفوذه وګړو په ګډون په خپلو پرېکړو سره د اسلام آباد تر واکمنو کرښه را تاو کړې، بل خوا د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې یوه ورځ وړاندې او اسلام آباد ته د چین د لومړي وزیر له سفر سره هم مهاله د ټول امنیت سره – سره د پولیسو یو مرکز په نښه کېږي او همدارنګه سیاسي مخالفین هم په همدې وخت په پلازمینه کې د احتجاجي لاریونونو اراده لري، نو ویلای شو چې د اسلام آباد د چارواکو وضعیت چندان ښه ندی.

دا چې په اداري، سیاسي او اخلاقي فساد کې تر غاړې ککړ “پاک پوځ” او د دوی تر اثر لاندې په خوارځواکۍ اخته ملکي حکومت به د دې ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره د خپل ملک د ادارې چارې څه ډول پرمخ بوزي، وروسته به ښه څرګنده شي، خو داسې چې اوس له حالاتو او ځمکنیو واقعیتونو څخه ښکاري، هغه دا دي چې پاکستان نور د ګړنګ پر غاړه ولاړ یوه کس ته ورته دی چې په یوه نري پوکي هم د تاریخ او جغرافیې ژورې کندې ته غورځېدای شي او دا هغه وړاندوینه ده چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې هلته رامنځ ته شوې پېښې یې هم په روښانه بڼه ښودلای شي، اما پدې شرط چې د لیدلو لپاره یې سترګې او اوریدلو لپاره یې غوږونه وي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس