کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن په اسلام آباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې په هند کې یې د شانګهای د غړو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخیسته، پرون له هنده بېرته پاکستان ته ستون شو.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان د مسلې په اړه د نظر تبادلې او همکارۍ لپاره مهمه او د سیمې د هېوادونو د اړوندو ګډو نظرونو د راټولولو لپاره ګټوره ده.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د دې غونډې په درشل کې په پېکېنګ کې خبري غونډې ته وویل، افغانان له سختو ننګونو سره مخامخ دي او بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېر ضرورت لري.
ماو نینګ زیاته کړې، چې سرپرست افغان حکومت دې ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سیاست دې غوره کړي او له ګاونډیو سره دې دوستانه ګاونډیتوب وساتي، همدا راز دې له تروریزم سره ټینګه مبارزه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې له سرپرست افغان حکومت سره تعامل وکړي او خبرې دې ورسره وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/