کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي، پاکستاني حکومت له لوري د افغانانو نیول کېدل خپلسري ده.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د ۸۰۰ افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کې ۱۳۷ داسې کسان دي، چې د ویزو موده یې ختمه شوې او د تمدیدېدو غوښتنه یې کړې ده.
په خبرپاڼه کې د اجازه لیک (NOC) د ترلاسي په شرایطو کې د وضاحت نشتوالی د دغو پناه غوښتونکو د خپلسرو نیولو او شړلو لامل ښودل شوی دی.
د سفارت په خبره نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي، چې معتبرې ویزې او د ملګرو ملتونو کارتونه لري.
ملګرو ملتونو په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره د PoR او ACC په نوم کارتونه ورکړي دي.
افغان سفارت پر پاکستاني حکومت او د ملګرو ملتونو پر بنسټونو غږ کړی، چې په سملاسي توګه دغه حالت ته پاملرنه وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/