معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلام آباد کې افغان سفارت د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

اسلام آباد کې افغان سفارت د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام‌ آباد کې د افغانستان سفارت په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو لخوا په وروستیو لاریونونو کې د افغان اتباعو نوم اخیستلو او بې‌ بنسټه تورونو ته غبرګون ښودلی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې ډول څرګندونو له امله افغان کډوال له جدي اندېښنو سره مخ دي او ښایي د پاکستاني پولیسو له لوري په ناحقه ځورونې، نیونې او حتیٰ جبري شړلو سره مخ شي.

سفارت ټینګار کړی چې افغان کډوال په پاکستان کې د سیاسي فعالیتونو برخه نه دي او تل یې قانون مراعت کړی دی.

د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې د داسې بې‌ ځایه څرګندونو او تورونو څخه ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌ باوري زیاتوي او د افغان کډوالو پر حالت منفي اغېز کوي.

دغه راز په اعلامیه کې یادونه شوې چې پاکستان او ایران کې افغان کډوال په بېلابېلو پلمو د ځورونې، نیونې او جبري وېستنې سره مخ دي، چې دا کړنې د بشري حقونو د اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د دې هېواد د سیاستونو له امله تر ډېر فشار لاندې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس