کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې انادولو ترکي آژانس په خپل راپور کې ویلي، چې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پولیسو له لوري کور په کور تلاشي پیل شوې او ګڼ شمېر کډوال په زور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
سرچینې ویلي، د کډوالو نیولو په موخه د پولیسو پلټنې د پلازمېنې اړوند بهارکو “بي ۱۷” او “اف ۱۸” سیمو کې پیل شوې.
دغه آژانس زیاتوي، پلټنې د پاکستاني چارواکو په امر پیل شوي او د دغه هېواد پولیسو هغه کډوال هم نیولي، چې د ویزو تمدید ته منتظر وو.
پاکستان وخت ناوخت افغان کډوال د افغان حکومت پر ضد د فشار د یوې وسېلې په توګه کاروي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/