معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسلام آباد کې تېره شپه له شلو ډېر نیول شوي افغانان نن بېرته خوشې شوي

اسلام آباد کې تېره شپه له شلو ډېر نیول شوي افغانان نن بېرته خوشې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې له شلو ډېر افغانان نیولي و، چې اوس راپورونه وایي، نیول شوي کسان تر پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
پولیسو یاد عملیات د اسلام آباد د بهاره کهو سیمې په شارجه پلازه کې په داسې مهال کړي، چې ټول په خپلو خونو کې ویده وو.
له نیول شویو کسانو څخه یو تن ویلي، تلاشي کوونکو چې ټول نارینه وو، د کورونو پلټني پر مهال له ښځو سره ناوړه او له تاوتریخوالی ډک چلند کاوه.
نوموړي ويلي، هغوی د تلاشۍ پر مهال له افغانانو پاسپورټ او د اړيکې نیولو وسایل اخيستل او په دې اړه چې ولې يې د شپې په دغه وخت کې له احوال ورکولو پرته کورونو ته ننوتل، څه نه ويل.
رسنیو ته یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي، له دغو عملياتو د دوی موخه د افغان کورنيو د اسنادو چک کول و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس