معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اسټرالیا له افغان کرکټ لوبډلې سره راتلونکې مارچ میاشت کې له پلان شوې لوبې په شا شوه

اسټرالیا له افغان کرکټ لوبډلې سره راتلونکې مارچ میاشت کې له پلان شوې لوبې په شا شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د اسټرالیا کرکټ ادارې د دغو لوبو څخه په شاه کېدو علت د نجونو پر زده‌ کړو او کار د حکومت د بندیز غبرګون ښودلی.
ټاکل شوې وه چې دغه درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ په مارچ میاشت کې ترسره شوی وی.
دوی ویلي، چې اسټرالیا افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په اړه ښو خبرونو ته په تمه ده.
دغه لوبې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې، افغان کرکټ بورډ یې تر اوسه په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
نړۍ له افغان حکومت سره پر ښځو تر وروستیو دوو بندیزي پرېکړو وروسته لویې ناندرۍ پیل کړې، چې لا تر اوسه یې هم معلومه حل لاره نه ده په ډاګه شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس