کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اصف علي زرداري چې د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند نوماند و، د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
له ده سره دې سیالۍ ته محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لورې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند یې ملاتړ کوي ولسمشرۍ ته کاندید و. اصف علي زرداري د پارلمان ۲۵۵ رایي واخیستې او محمود خان اڅکزي ۱۱۹ رایي خپلې کړې.
اصف علي زرداري په دوه زره اتم کال کې هم د پاکستان ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/