کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې طبیعي پېښو ته د رسېدنې او اطفایې عمومي ریاست ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پېښو ته رسېدنه کړې.
د دغه ریاست عمومي رییس زیاته کړې، چې پېښو ته د رسېدنې او اطفایې په برخه کې له ۲۵۰۰ ډېر پرسونل لري او ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې ټولو پېښو ته به پر خپل وخت رسېدنه وکړي.
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي پېښو ته د رسېدو او اطفایې له ریاسته دغه ډول غوښتنې لري.
پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست همداراز ويلي، په پلازمېنه او ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو لپاره د تجهیزاتو او همداراز مسلکي کارکوونکو په شمېر کې هم ډېروالی راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/