معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اطلاعاتو او کلتور وزارت: بهرنیو او کورنیو رسنیو ته د کار ډاډمنه فضا رامنځ ته کوو

اطلاعاتو او کلتور وزارت: بهرنیو او کورنیو رسنیو ته د کار ډاډمنه فضا رامنځ ته کوو

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د تلې/میزان ۵مه او د سپټمبر ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د اطلاعاتو او کلتوز وزارت کورنیو او بهرنیو رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې حکومت یې دوی ته د فعالیت خوندي چاپېریال برابرولو ته ژمن دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا مهال په هېواد کې د بیان ازادۍ په چوکاټ کې لسګونه غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ په ازادانه توګه فعالیت کوي.
د ده په وینا د اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام د ټولو خبري بنسټونو ملاتړ کوي او په دې هڅه کې دي، چې د کار ډاډمن چاپېریال را منځ ته کړي.
فراهي دا هم وویل، چې بهرنیو خبریالانو ته لازمې اسانتیاوې برابروو څو وکولی شي د هېواد له هر ګوټ څخه خپلو مراجعو ته راپورونه چمتو کړي.
هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د وژنې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده چې خبریالان اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې شکایتونه کوي او وايي، چې حکومتي سرچینې له رسنیو سره د معلوماتو له شریکو ډډه کوي او پر وخت یې اړیکو ته ځواب نه ور کوي.
د ا.ا له راتګ وروسته ډېری رسنۍ و تړل شوې خو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وویل، چې یادې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او ډونرانو یې پر خپل وخت بودیجه نه ده ور کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس