معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانان د پاکستاني ویزو پر کېنسل کېدو او پر دغو ویزو د سلګونه ډالرو ورکړې تر پوزې راوستي

افغانان د پاکستاني ویزو پر کېنسل کېدو او پر دغو ویزو د سلګونه ډالرو ورکړې تر پوزې راوستي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
ګهیځ نیوز سره خبرو کې یو شمېر افغانانو نیوکه کړې، چې پاکستان سفارت کې د کارکوونکو کمېشنکاران د اووه نیم سوه ډالرو بدل کې د یوې اونۍ په اوږدو کې خلکو ته په عادي ډول ویزې لګوي او نور تکلیف کې ایسار اړمن خلک بې سرنوشته خپلو ویزو لپاره لسګونه ورځې انتظار باسي.
دوی نیوکه کوي چې یاد کمېشنکاران پرته له کوم عذره چې ناروغ یا بله کومه مهمه ستونزه هم ونه لرې، د دغو ډالرو په اخیستو سره د یوې اونۍ په موده کې یو شمېر کسانو ته ویزې لګوي.
دوی زیاتوي، چې آن د یوې ورځې په موده کې هم د ۱۱ سوو او ۱۲ سوو ډالرو په بدل کې دغه کسان خلکو ته ویزې لګوي.
دوی تور پورې کوي چې پاکستانی لوری دغو کمېشنکارانو سره په فساد کې شریک دي او له همدې امله د عادي خلکو ویزې له بلها ستونزو سره مخ دي.
د دغو خلکو نیوکې په داسې مهال کوي چې لا هم زرګونه افغانانو پاکستاني ویزو ته په تمه نوم لیکنې کړي، چې ډېری غوښتنلیکونه پرته له کوم معقول دلیله هره ورځ د پاکستان له لوري د ۸.۱۸ ډالره فیس اخیستلو باجود کېنسل کیږي.
د چارو څارونکي دغه برخه کې له افغان چارواکو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي، خو افغان لوري لا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس