معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او اذربایجان د اړیکو پراختیا لپاره خبرې کړي

افغانستان او اذربایجان د اړیکو پراختیا لپاره خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره کتلي.

په دې کتنه کې محمدوف ویلي، اذربایجان افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او په اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.

بل لور شېر محمد عباس ستانکزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او اذربایجان کې د یوې الوتکې د لوېدو پېښې له امله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس