معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او ایران د سوداګرۍ برخه کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان او ایران د سوداګرۍ برخه کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ویلي، ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې یې له ايراني لوري سره ډېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو لپاره ستره لاسته راوړنه وي.
اقتصادي مرستیال د کابل په هوايي ډګر کې پرون ناوخته خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د دې سفر پر مهال د ایران له چابهار او اصفهان له بندرونو څخه یې هم لیدنه وکړه او دغه بندرونه د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډیر ښه ثابتیدلی شي.
برادر ویلي، ایران ته یې د سفر موخه دا وه، څو له ایران سره نه یوازې سوداګرۍ او په بېلابېلو برخو کې اړیکو ته پراختیا ورکړي او وکولی شي، چې خپل وطني تولیدات په اسانه توګه نورو هېوادونو ته ورسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر چې له اقتصادي مرستیال سره یې په دې سفر کې ملتیا کوله وویل، چې ایران ته یې د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د اقتصادي، هوايي چلند، بندري مسایلو، ترانسپورټ او د اوسپنې ویلې کولو په برخو کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس