معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / افغانستان او عربستان د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د حج مقدماتي ترتيباتو هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان او عربستان د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د حج مقدماتي ترتيباتو هوکړه لاسلیک کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د حج اوقافو وزارت مالي او اداري رييس تېره ورځ په جده کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستيال دوكتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې وکتل او د حج پر اړوند مسایلو یې خبرې وکړې.
په دغو خبرو کې د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت پلاوي د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج مقدماتي ترتيباتو هوکړه هم لاسلیک کړه.
سعودي عربستان ته هر کال د نړۍ له ګوډ_ګوډ څخه په میلیونونو مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورځي، چې د دوی په منځ کې افغانان هم شامل وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس