معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بانک سبا دوشنبه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک سبا دوشنبه ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې سبا دوشنبه به ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک زیاته کړې، په داوطلبۍ کې ګډون کوونکي دې خپل حسابونه تصفیه کړي.
د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره دغه ډالر اونۍ کې یو یا دوه وار د داوطلبۍ له لارې لیلامیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس