کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان دولتي رسنیو په یوه راپور کې د روان زېږدیز کال په لسو میاشتو کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په تړاو معلومات خپاره کړي.
د راپور پربنسټ په یاده موده کې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغزستان د ازبکستان تر ټولو مهمو صادراتي شریکان بللي دي.
د دغه راپور پر اساس ازبکستان افغانستان ته ۸۵۵.۹ ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له افغانستانه یې د ۲۸.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي.
بل خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې افغانستان اوس له ازبکستان سره ښې ټرانسپورټي اړیکې لري او هره ورځ شاوخوا ۶۵۰ افغان باروړونکي موټر د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو ته تګ – راتګ کوي.
ځینې سوداګر وایي، له ازبکستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره اړتیا ده چې د دواړو لورو چارواکي د سوداګریزو وېزو او ټرانسپورټ په برخو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/