کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک ويلي، د بشري مرستو په دوام کې نن ورځ ۴۰ میلیونه امريکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
تېره اونۍ کې د دغو څلوېښت میلیوني کڅوړو دوه بستې کابل استول شوې وې.
د افغانستان بانک مسوولینو ویلي، چې افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتګ هرکلی کوي.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته ولېږي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د نړیوالو نغدي مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ګټورې ګڼي او له نړیوالې غواړي، چې د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیايي چارو هم ولګوي.
د بشري مرستو دغه ۴۰ میلیوني کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د فقر او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/