معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پر تله د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۹۴ سلنې او د تېرې میاشتې پر تله ۴۴ سلنې زیاتوالی راغلی.

 د راپور له مخې، پاکستان سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د ۱۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او دغه شمېرې د تېر کال سپټمبر میاشت کې ۶.۶ میلیونه ډالره وې. 

پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړيکي زیاتره وخت د سياسي اړيکو د ترينګلتيا ښکار کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس