کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې برېښنا شرکت هېواد ته د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتي برېښنا د بېرته وصل کېدو خبر ورکړی دی.
د دې شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه پلاوي د جدي او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د وارداتي برېښنا د مزو ستونزه په بشپړه توګه حل کړې او برېښنا په نورمال ډول بېرته نښلول شوې ده.
د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا، د مزو د ستونزې د حل لپاره ځانګړي تخنیکي ټیمونه ګمارل شوي وو، چې په لنډ وخت کې یې ستونزه حل کړه.
یاد شرکت د برېښنا د مزو د بیارغونې په برخه کې د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی او له خلکو یې غوښتي، چې د برېښنا مصرف پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/