معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیانمن هېواد دی

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیانمن هېواد دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ناروې کډوالو شورا یا NRC ویلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو له زیانمنو هېوادونو دی، خو دغه هېواد لا هم د مخ پر زیاتېدونکو اغېزو لپاره لازم چمتووالی نه لري.

د NRC په راپور کې چې تېره ورځ خپور شو، ویل شوي چې افغانستان د دوامداره اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ او اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو طبیعي پېښو له جدي ننګونو سره مخ دی.

راپور زیاتوي، چې بادغیس ولایت کې د وچکالۍ له امله وضعیت کړکېچن دی.

د دوی په وینا د کرنې سکتور ته د زیانونو له کبله ډېر خلک اړ شوي، چې خپلې سیمې پرېږدي او نورو ځایونو ته کډوال شي.

بل لور د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق Save the Children ویلي، د روان زېږدیز کال په لومړیو میاشتو کې څه باندې ۳۸ زره کسان، چې نیمايي یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له امله بې‌ ځایه شوي دي.

نږدې پنځه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه راپور کې ویلي وو، چې څو لسیزو جګړو، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلونونو میلیونونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس