کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او بنګلدېش ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر بنګلدېش له ماتې سره مخ کړ.
دغه سیالي چې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان توپوهونکو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د لوبډلمشر حشمتالله شهیدي او محمدنبي په ښې ملګرتیا سره تر بنګلدېش ته د ۲۳۶ منډو هدف ورکړ.
محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمتالله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي بیا ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغان بالرانو وکړای شول، چې د بنګلدېش ټوله لوبډله په ۳۴.۳ اوورونو کې د ۱۴۳ منډو په کولو وسوځوي.
افغان لوبډلې ته الله محمد غضنفر ښه وځلېد او ۶ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشدخان دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه – یوه وېکټ واخیسته.
د ویلو ده چې د لوبلړۍ دوهمه لوبه به د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه ترسره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/