معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان د لومړی ځل لپاره د تکواندو له ITF جام لوبو د سپینو زرو مډال وګټه

افغانستان د لومړی ځل لپاره د تکواندو له ITF جام لوبو د سپینو زرو مډال وګټه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست ویلي، چې د تیکواندو د ITF نړیوال جام لوبې پرون پای ته ورسېدې.

د خبر پر بنسټ په‌‌ دې لوبو کې افغان لوبغاړي امیرعلي‌ زاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو د مډال او د نړۍ د نایب اتل د مقام په ګټلو بریالی شو.

په‌‌ دې لوبو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکنډ کې ترسره شوې، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په يادو سیالیو کې بل افغان لوبغاړي رحمت‌الله حبیبي هم ګډون کړی و، خو د مډال په ګټلو بریالی نشو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس