معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان سره د بشري مرستو د همکاریو تړون لاسلیک شو

افغانستان سره د بشري مرستو د همکاریو تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي پراختیايي بانک د رییس ډاکټر محمد الجاسر په سرپرستۍ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق له لارې شپږو نړیوالو موسساتو سره څه د پاسه د ۸.۱ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستو رسولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د خبر له مخې د همکارۍ دغه تړونونه په جده کې د اسلامي پراختیايي بانک د ۲۰۲۳ زېږدیز کال کلنۍ غونډې په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د اسلامي پراختیايي بانک رییس ډاکټر محمد الجاسر ويلي، د دې تړونونو پر بنسټ به په افغانستان کې د هغو کورنیو سره مرستې وشي، چې د ژوند د دوام لپاره د خوراک لومړني توکي، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري او لرې پرتو سیمو کې له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس