معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان سره د بشرپاله مرستو لړۍ؛ د نغدي ډالرو بله ۴۰ میلیوني کڅوړه کابل ته راغله

افغانستان سره د بشرپاله مرستو لړۍ؛ د نغدي ډالرو بله ۴۰ میلیوني کڅوړه کابل ته راغله

یکشبنه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان مرکزي بانک خبر ورکوي، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو په ترڅ کې نن د نغدي مرستو یوه بله ۴۰ میلیوني ډالرو کڅوړه کابل ته را رسېدلې.
تر دا مهاله کابل ته د نغدي ډالرو له ۱۵ ډېرې ۴۰ میلیوني او نژدې له ۳۰ ډېرې ۳۲ میلیوني کڅوړې را رسېدلي.
د مرکزي بانک د معلوماتو پر بنسټ، تر دا مهال افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشرپاله نغدي رسېدلو مرستو کچه څه باندې یو میلیارده او ۵۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دا مرستې په یوه خصوصي سوداګریز بانک کې ساتل کېږي، چې د حاکم نظام چارواکي ور ته هیڅ ډول لاس رسی نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس