یکشبنه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان مرکزی بانک خبر ورکوی، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشرپاله مرستو په ترڅ کې نن د نغدی مرستو یوه بله ۴۰ میلیونی ډالرو کڅوړه کابل ته را رسېدلې.
تر دا مهاله کابل ته د نغدی ډالرو له ۱۵ ډېرې ۴۰ میلیونی او نژدې له ۳۰ ډېرې ۳۲ میلیونی کڅوړې را رسېدلی.
د مرکزی بانک د معلوماتو پر بنسټ، تر دا مهال افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشرپاله نغدی رسېدلو مرستو کچه څه باندې یو میلیارده او ۵۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېږی.
دا مرستې په یوه خصوصی سوداګریز بانک کې ساتل کېږی، چې د حاکم نظام چارواکی ور ته هیڅ ډول لاس رسی نه لری.
گهیځ