معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان له نیوزیلنډ سره سبا ټېسټ سیالي پیلوي

افغانستان له نیوزیلنډ سره سبا ټېسټ سیالي پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا  له نیوزیلنډ سره د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه کوي.

دا لوبه چې کوربه یې افغانستان دی، د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې چې د افغان لوبډلې کور بلل کیږي، د کابل په وخت د دوشنبې ورځې د سهار په نهو بجو پیلیږي او د وږي تر ۲۳مې پورې دوام کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره جمعه د دې لوبې لپاره یوه شپاړس کسیزه لوبډله چې حشمت‌الله شهیدي به یې مشري کوي اعلان کړې ده.

ملي لوبډله په روانه سپټمبر میاشت کې له جنوبي افریقا سره هم درې یو ورځنۍ لوبې په پام کې لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس