معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان لپاره د آغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

افغانستان لپاره د آغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان لپاره د آغاخان انکشافي شبکې ځانګړي استازي اکبر علي پسناني د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت مخته د چاودنې له امله شوې مرګ_ژوبلې په اړه تسلیت ووایه او د ټپیانو د درملنې په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړي د افغان حکومت له ښه تعامل څخه په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې له همکارۍ مننه کړې او یادونه یې کړې، چې نړیوالو سازمانونو او خیریه موسسو ته مشوره ورکړې، چې له افغان حکومت سره همغږي او تعامل د پرمختګ لپاره یوازېنۍ او اغېزمنه لار ده.
دغه کتنه کې متقي د آغاخان انکشافي شبکې د ښه نیت او خدماتو د قدردانۍ تر څنګ په راتلونکې کې هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس