کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د پنځه میلیارده ۲۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له هېوادونو سره راکړه – ورکړه کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، په دغه سوداګرۍ.کې یې د نږدې ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات دي، چې یوازې ۵۸ میلیونه یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته شوي دي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د افغانستان ډېره برخه صادرات د جنوبي اسیا هېوادونو ته شوي او هڅه کوي، چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم د خپل صادرات ډېر کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، متحده عربي امارت، ازبکستان ترکیې او ایران هېوادونو ته وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/