کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام مسوولینو ویلي، چې دا ناروغي په افغانستان کې د لسو معمولو سرطانونو له ډلې ده.
د خبر پر بنسټ د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسوولینو زیاته کړې، چې د تېرکال په پرتله افغانستان کې د سینې د سرطان موارد په سلو کې ۵۰،۹ زیات شوي.
دوی وایي، افغانستان کې د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۴ زره وو، چې له ۱۳ زرو زیاتې مېرمنې هم په دې ډله کې شاملې وې.
نړۍ کې هر کال د سینې د سرطان د ۱،۷ میلیونه نويو مواردو راپور ورکول کیږي او په بې وزلو او د لږ عاید لرونکو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته نږدې شپېته سلنه کسان له دې کبله مړه کیږي، خو د روغتیا پالانو په وینا د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی او د معلوماتو لرل کولای شي د ډېری ناروغانو ژوند وژغوري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/