کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې د شري ناروغي په چټکۍ خپریږي.
دې سازمان ویلي، یوازې د روان کال په لومړیو اتو اوونیو کې د دې ناروغۍ ۴ زره ۷۹۹ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
یاد سازمان زیاته کړې، دا پېښې د بلخ، هرات او هلمند په هغو دریو روغتونونو کې ثبت شوي، چې د دوی تر ملاتړ لاندې فعالیت لري.
د دغه سازمان په وینا د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم د شري له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.
روغتیايي کارپوهان وایي، د شري ناروغي ډېری وخت ماشومان ځپي او که پر وخت درملنه یې ونه شي، د مړینې لامل یې ګرځي.
دوی ټینګار کوي چې د واکسیناسیون پراخ کمپاینونه، عامه پوهاوی او له ناروغانو سره چټکه طبي مرسته کولای شي د دې ناروغۍ مخه ونیسي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/