معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د غنمو حاصلات سږ کال ترمنځنۍ اندازې زیات دي

افغانستان کې د غنمو حاصلات سږ کال ترمنځنۍ اندازې زیات دي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ويلي، داسې ښکاري چې سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصل تر منځنۍ اندازې زیات دي.

د اوچا مسوولینو ویلي، د مارچ او اپریل د میاشتو اورښتونو د غنمو د حاصل له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د غلې له درکه پر ځان بسیا نه‌ دی او ډېره غله له نورو هېوادونو په تېره بیا قزاقستان څخه واردوي.

په افغانستان کې د تېر کال د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې وې، خو له حوت میاشتې را په‌ دې خوا پرلپسې اورښتونه شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس