کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د ملاریا او غیر ساري ناروغیو د کلنیو فعالیتونو په کنفرانس کې ویلي، چې یادې ناروغۍ په افغانستان کې جدي ستونزې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ۳۶ د ملاریا، ۷ د ډینګي تبې او ۶ د لشمانیا پېښې ثبت شوې دي.
په دې کنفرانس کې حکومتي مسوولینو ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې تېر کال کې ۱۰ زره کورونو کې دوا شیندلې.
همدارنګه د عامه پوهاوي کمپاين په ترڅ کې یې ۴۰ زره ماشومانو او ۱۷۸ زره ۹۹۳ امیندوارو مېرمنو ته پشه خانې وېشلې دي.
د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او غیر ساري ناروغیو د لا زیات کنټرول لپاره د نړیوالو همکارانو او عامو خلکو د پراخو همکاريو غوښتنه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/