معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د مېرمنو او ماشومانو پر بې وزلۍ د ماشومانو د ژغورنې سازمان اندېښنه ښودلې

افغانستان کې د مېرمنو او ماشومانو پر بې وزلۍ د ماشومانو د ژغورنې سازمان اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۷ مه نېټه):
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي.
د دغه بنسټ پر وینا، ډېری هغه ښځې چې د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوځل بیا د ښځو کار بندیز په هکله اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې له همدې امله د دغه بنسټ ۵۰ سلنه کارونه درېدلي دي.
افغان حکومت بیا د ښځو د کار بندیز په اړه د اسلامي شرایطو پر برابرولو ټینګار کړی او تېر کې یې ژمنه کړې چې افغانانو ته به د ښه او باسهولته ژوند جوړولو برخه کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس