معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز په اړه ملګرو ملتونو غبرګون ښودلی

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز په اړه ملګرو ملتونو غبرګون ښودلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو سازمان له‌ خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نادولتي موسسو کې به د ښځو په کار بندیز د دې سازمانونو چارو ته زیان ورسوي.
د دغې اعلامیې له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش ویلي، په داسې مهال چې افغانان خورا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره د نجونو او ښځو په کار بندیز به، په افغانانو د لا زیاتې سختۍ لامل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان له‌ خوا په خپره شوې دغه خبرپاڼه کې د سرپرست افغان حکومت پر دغې پرېکړه ژوره خواشیني ښودل شوې.
دوی ویلي چې کار د ښځو له حقوقو شمېرل کیږي او دغه سازمان د خپلو شریکانو، د نورو ملي او نړیوالو نادولتي موسساتو په ګډون، له ۲۸ میلیونه زیاتو افغانانو سره چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، مرسته کوي، خو ګوترېش د دې چارو د لا ښه سمون لپاره او بې له ځنډه او په خوندي توکه د دې خلکو د لاسنیوي لپاره د نجونو او ښځو فعالیت مهم بللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس