معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې له ۱۵ میلیونو زیاتو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوي

افغانستان کې له ۱۵ میلیونو زیاتو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې ویلي، هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د توزیع له پیله تر دې دمه ۱۵ میلیونه ۱۸ زره کسانو ته دغه پېژندپاڼې ورکړل شوي.

د دغې د ادارې په وینا له یاد شمېر څخه ۹ میلیونه او ۶۷ زره پېژندپاڼې نارینه‌ او ۵ میلیونه ۹۵۲ زره پېژندپاڼې ښځو ته توزیع شوې دي.

د برېښنايي پېژندپاڼو تر ټولو زیاتې توزیع په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولایتونو کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا د احصایې او معلوماتو ملي اداره د دې پروسې د چټکتیا او لا پراخېدو لپاره هڅې روانې ساتلې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس