معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بشرپاله مرستو صندوق ویلي، مرسته کوونکو هېوادونو له دغه صندوق سره یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

اې ایچ ایف په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د تېرو ۱۰ کلونو په ترڅ کې له پراخو او دوامداره بشري اغېزو ترڅنګ د یو لړ تحولاتو او ننګونو شاهد دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، افغانانو په دې موده کې د جګړو، سياسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبيعي پېښو، د خوړو د نه‌ خونديتوب او کډوالۍ له کبله سوکالي نه ده ترلاسه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۳ میلیونه کسانو ته ډېر شوی دی.

دغه صندوق له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس