معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ترکمنستاني لوري د ریلي همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي

افغان او ترکمنستاني لوري د ریلي همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس له خپل مل پلاوي سره د ترکمنستان په عشق اباد کې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس عطاء مرادوف سره کتلي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې کتنه کې پرېکړه شوې، چې روان ډسمبر مياشت کې به د ترکمنستان ټيم د اندخوی – شبرغان او تورغونډۍ – هرات لارې له افغان تخنیکي ټیم سره یوځای وګوري او د جوړولو لپاره به یې یوه طرحه چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د دواړه هېوادونو لپاره ګټه لري او اړینه ده، چې د تورغونډۍ او آقینې بندرونو کې وړاندې کېدونکي خدمتونه ډېر او لا معیاري شي.

په دې کتنه کې دغه راز ترکمنستاني لوري د اوسپنې پټلۍ برخه کې د افغان محصلینو د روزنې لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به یې وخت او شمېر له افغان لوري سره شریک کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس