معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ترکمن لوري د ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

افغان او ترکمن لوري د ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس آزاد اتامرادوف او مل پلاوي سره په کابل کې کتلي.

د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د لا پراختيا په موخه بحث شوی او د تورغونډۍ سټېشن د پراخوالي ترڅنګ د تورغونډۍ – هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري، خبرې شوي دي.

د ترکمنستان هېواد پلاوي د ناستې پرمهال افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د تورغونډۍ سټېشن د پراختيا او د تورغونډۍ – هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

د نوموړي په خبره خپل لګښت به د کرښې له فعالیدو وروسته له لاسته راغلو عوايدو څخه بېرته ترلاسه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس