معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او قزاقستاني لوري د ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

افغان او قزاقستاني لوري د ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره لیدلي دي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د دوه اړخیزو هوايي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو پر اسانه لېږد – رالېږد خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې د قزاقستان سفیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ټرانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېواله او په دغې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس