کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې چین کې د سرپرست افغان حکومت سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د آسیایي څانګې له مشر سره لیدلي دي.
راپور زیاتوي، چې دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي دي.
چین کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د لیو جېنسونګ له خولې لیکلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته او د لا پیاوړي کېدو لپاره یې ګډ کار روان دی.
لیو جېنسونګ په دغه لیدنه کې ویلي، چې چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
د خبرپاڼې له مخې، بلال کریمي په دغه لیدنه کې واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ مهم ټرانزیټي او سوداګریز مسیر ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې چینایي شرکتونو لپاره د پانګونې فرصت برابر شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/