معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د سوداګرو ځان او مال خونديتوب لپاره د جدي ګامونو د اخيستو خبر ورکړ

افغان حکومت د سوداګرو ځان او مال خونديتوب لپاره د جدي ګامونو د اخيستو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له سوداګرو، صرافانو او د صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره کتلي دي.
د راپور پر بنسټ دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ابادۍ لپاره يې بايد ټول يو بل ته لاسونه ورکړي.
نوموړي په هېواد کې له مېشتو ټولو سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو مننه کړې، چې واقعيتونه درک کوي او له افغانانو سره د مرستې او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې دي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال دغه لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته به رسيدګي وشي او د ځان او مال خونديتوب لپاره به یې جدي ګامونه واخيستل شي‌.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس