معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د غزې نسل وژنې مخنیوي لپاره د اسراییلو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه وکړه

افغان حکومت د غزې نسل وژنې مخنیوي لپاره د اسراییلو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د اشغالګرو اسراییلو له لوري پر یوې مدرسې د خونړي برید په غبرګون کې غوښتنه کړې، چې د غزه کې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره باید د غاصب رژيم پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال اقدامات ترسره شي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطیني مهاجرینو په ښوونځي باندې د غاصب صهیونیستي رژيم وحشیانه برید چې په پایله کې یې تر سلو زیات کسان شهیدان او په لسګونو بې دفاع فلسطینیان ټپیان شول، په کلکو ټکو وغنده.

اشغالګرو اسراییلو له لوري دغه خونړی برید پرون سهار په هغې مدرسې وشو، چې له جګړې څخه بې ځایه شويو په کې پناه اخیستې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس