کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو غونډې ته مسکو کې د سرپرست افغان حکومت استازی نه دی بلل شوی، د حکومت ویاند وايي تمه لري چې په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشي.
مجاهد د دغې غونډې له جوړوونکو غوښتي، چې دغې غونډې ته د سرپرست افغان حکومت استازی هم وروبلي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له روسیې ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي و، چې په یاده غونډه کې به د مرکزي آسیا هېوادونه، چین، هند، پاکستان او ایران هم ګډون ولري.
مسکو له څه باندې یو نیم کال راهیسې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ دوه غونډې جوړې کړي، چې په هغو غونډو کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو، ملي خبرو_اترو، د بشري حقونو د رعایتېدو او ملي پخلاینې په تړاو خبرې شوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو مسکو کې دا غونډه راتلونکې اونۍ جوړه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/